امریکايي چارواکي: امریکا کې ۳ افغانان لاردکه شوي

امریکايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې ۳ افغانان لادرکه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د محبس درې کارکوونکي چې د امریکا کلرادو ایالت ته د روزنې لپاره تللي وو، د یوه تنظیم شوي سفر په لړ کې چې د هغوی د روزنې برخه وه، لادرکه شول.

دوی وايي، دا درې افغانان د شنبې په ماښام له سفره وروسته خپل هستوګنځي ته ستانه نه‌شول.

د کلرادو ایالت د اصلاحاتو د ادارې ویاند مارک فیربیرن وايي چې د دغو درې افغانانو د وضعیت او مصونیت په اړه اندېښنه لري.

دا درې تنه امریکا ته په لنډ مهاله ویزه تللي وو.

تر دې وړاندې هم څو افغان پیلوټان او پوځيان په امریکا کې د روزنې په ترڅ کې تښتېدلي دي.