عبدالله: قزاقستان او افغانستان ۲ سوداګریز تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو دوه تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

ښاغلي عبدالله چې د دوشنبې په ورځ په کابل د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې دغه تفاهم لیکونه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د مستقیمو پروازونو د پیلېدو په برخه کې لاسلیک شوي دي.

نوموړي وویل، په قزاستان کې او د دغه هېواد له طریقه نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره ډېره ښه زمینه مساعده ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"له افغانستان څخه قزاقستان ته د صادراتو د زیاتوالي او دغه شان له هغه هېواده نورو هېوادونو ته د صادراتو زمینه ښه برابره ده."

ښاغلي عبدالله وویل چې اوس مهال د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګرۍ کچه د کال ۶۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.