پولیتیکو خپرونه: متېس پر نوي افغان پالیسۍ چوپه خوله دی

پولیتیکو خپرونه:

پولیتیکو خپرونې، متېس پر نوي افغان پالیسۍ چوپه خوله دی، ترسرلیک لاندې منځني ختیځ ته د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې له ده سره په الوتکه کې سپرو خبریالانو ته یې کړي دي.

د خپرونې په لیکنه متېس ویلي چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې سټراټیژۍ له جزئیاتو راضي دی خو په دې اړه تر هغو زیات څه نه وایي چې ولسمشر هغه په خپله اعلان کړي.

متېس خبریالانو ته دومره ویلي چې په کمپ ډیوېډ کې د تیرې جمعې د ورځې د خبرو په ګډون تر اوسه مناسب بحثونه شوي دي.

متېس دا خبره هم کړې چې دی ډېر راضي دی چې دغه سټراټیژیکه پروسه په هر اړخېزه توګه څېړل شوې ده.

ایروایشیا خپرونه:

ایروایشیا خپرونې په یوه مطلب کې د افغانستان او هند اړیکو ته له درېیو مهمو، سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخونو کتنه کړې او لیکي:

د هند او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې په دوستۍ ولاړې دي او په دواړو هېوادونو کې خلک دغو اړیکو ته په ښه نطر ګوري.

د خپرونې په لیکنه له کله چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د صدراعظم نرندرا مودي په مشرۍ ملي ډیموکراټیک ائتلاف واک ته رسیدلی په وروستیو درې کلونو کې له افغانستان سره دغه اړیکې لا پیاوړي شوي دي.

لیکوال د دغو اړیکو د سیاسي اړخ په اړه لیکي:

په ټوله کې په وروستیو درېیو کلونو کې د هند او افغانستان په سیاسي اړیکو کې له انتظاره زیات پرمختګونه شوي دي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په دواړو هېوادونو کې انتخابات ترسره شول.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو او له هغه وروسته د ولسمشر اشرف غني د کارپه لومړیو میاشتو کې د هند حکومت یو څه له احتیاطه کار ځکه واخېست چې د خپرونې په وینا ښاغلي غني پاکستان او چین ته لاس ور اوږد کړی و.

ایروایشیا لیکي:

هند له ستراتیژیک زغمه کار واخېست خو حالات یې له نژدې څارل او له افغانستان سره یې هم خپلو مرستو ته دوام ورکاوه.

خو کله چې د پاکستان له حکومت سره په اړیکو کې د ولسمشر غني نارضایتي زیاته شوه هغه د افغانستان او هند د اړیکو لا پیاوړي کېدو ته پام واړاوه چې یوه بیلګه یې په لوړه کچه د دواړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو څو سفرونه دي چې په دې موده یې کړي دي.

د ایروایشیا خبریال په اقتصادي برخه کې د افغانستان په بیارغونه کې د هند د شاوخوا دوه میلیارډ ډالرو پانګونې یادونه کوي او لیکي:

په افغانستان کې ډېرې پروژې د هند په مرسته بشپړې شوي یا کار پرې روان دی او د نرندرا مودي حکومت هم د نابشړیو شویو پروژو د بشپړېدو کلکه ژمنه کړې ده.

په دې برخه کې لیکوال د افغانستان د پارلمان د ودانۍ او د سلما د بند پروژو یادونه کوي او لیکي چې دغه دواړه مودي له افغان ولسمشرسره په ګډه پرانیستلې.

د ایرو ایشیا خپرونه وړاندې لیکي:

که څه هم هند له افغانستان سره د امنیتي همکاریو په برخه کې یوڅه له احتیاطه کار اخېستی او دې هېواد ته یې د وسلو له ورکولو ډډه کړې خو تر اوسه یې له دې هېواد سره د کړې ژمنې سره سم له څلورو هلیکوپټرو درې ورکړي او هم یې څلورمې ۲۵ ډوله ترمیم شوي پوځي هلیکوپټرې د افغانستان هوايي ځواک ته ورکړي دي.

نوي ډیلي دغه راز د روسیې په مشرۍ په ډېرو امنیتي غونډو کې هم ګډون کړی چې د افغانستان او د ګاونډيانو پر امنیتي وضعیت څرخېدې.