مټېس: د افغانستان په اړه ستراتېژي به ټرمپ په خپله اعلان کړي

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس وايي، د افغانستان په اړه ستراتېژي به ژر ولسمشر ټرمپ په خپله اعلان کړي.

هغه دا خبره پرون اردن ته تر سفر مخکې وکړه.

جېمز مټېس وویل، د افغانستان په اړه ستراتېژي په دقیقه توګه جوړه شوې او بیا کتنې یا د کومې پوښتنې ځای په‎کې نه‌شته دی.

دفاع وزیر وویل، ولسمشر ټرمپ لکه څنګه چې خپله ویلي دا ستراتېژي به امریکایانو ته اعلانوي.

چارواکو ویلي، د ټرمپ امنیتي همکارانو افغانستان ته د درې تر پنځه زره سرتېرو د استولو په پرېکړې ټينګار کړی دی.