خاتمي: خامنه‎اي دې د ۲ اصلاح غوښتونکو مشرانو نظربند ختم کړي

د ایران مخکېني جمهور رئیس محمد خاتمي د دغه هېواد له مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‎اي غوښتي چې د دوو اصلاح غوښتونکو مشرانو نظربند دې ختم کړي.

مهدي کروبي او میر حسین موسوي پرته له دې چې محاکمه شي شپږ کاله کېږي چې تر څار لاندې دي.

د ایراني پخواني ولسمشر خاتمي د کروبي او موسوي د موضوع په اړه پرون په خپله انټرنټي پاڼه له خامنه‎اي دا غوښتنه مطرح کړه.

محمد خاتمي چې له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۵ کاله پورې د ایران ولسمشر و، مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‎اي ته په پيغام کې لیکلي چې یوازې ستاسو په دخالت دا موضوع حل کېدلای شي، هغه موضوع چې د رژیم په ګټه ده او د قدرت یوه نښه به وي.

دوه اصلاح غوښتونکي مشران مهدي کروبي او میر حسین موسوي د ۲۰۰۹ کال د مظاهرو په خاطر له ۲۰۱۱ کال راهیسې نظربند دي.

په ۲۰۰۹ کال کې پراخې مظاهرې چې د حکومت له‎خوا وځپل شوې په انتخاباتو کې د درغلیو په سبب وشوې.