سیما سمر: که اصف مهمند وغواړي د بشر حقونو کمېسیون یې قضيه څاري

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، که د بلخ د ولايتي شورا غړى اصف مهمند وغواړي، دغه کمېسيون به يې د قضيې څارنه وکړي.

سيما سمر ازادي راډيو ته وويل، د اصف مهمند قضيه تر ډېره جنايي ده چې پوليس او اړوندې ادارې يې بايد وڅېړي.

خو مېرمن سمر د خپل کمېسيون د همکارۍ په باب وويل:

"که د اصف مهمند خپلوان او يا دى خپله له کمېسيون څخه وغواړي چې د ده د قضيې څارنه او نظارت وکړي، موږ بې له هغې هم نظارت کوو."

د بلخ د ولایتي شورا غړي اصف مهمند د تېرې دوشنبې په شپه په الوتکه کې له کابله د مزار شریف په لور سفر درلود چې د ده په خبره، د بلخ په هوايي ډګر کې د والي عطا محمد نور د کسانو له‎خوا نیول شوی، بيا وهل ډبول شوى دی.

د دې قضیې د حقیقت موندنې کمېسیون غړي وايي، لومړنۍ موندنې ښيي چې ښاغلي مهمند د عطا محمد نور په دستور نیول شوی دی.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد له دې وړاندې ویلي و چې د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند د لويې څارنوالۍ د حکم له مخې، پولیسو نیولی دی.