جیمز متېس: د افغانستان په اړه د امریکا له نوې سترتیژۍ راضي دی

د امريکا دفاع وزير وايي چې دى د افغانستان په اړه د امريکا د متحو ايالتونو د نوې ستراتيژۍ له جزئياتو راضي دى.

جيمز متېس وويل، نه غواړي په دې اړه نور جزئيات په ډاګه کړي.

هغه دا څرګندونې هغو خبريالانو ته وکړې چې منځني ختيځ ته له ده سره په سفر کې ملګري وو.

جيمز متېس زياته کړه، د دې نوې پاليسۍ په اړه به تر هغو څه ونه وايي چې په خپله ولسمشر هغه اعلان کړې نه وي.

په کمپ ډېويډ کې پر دې ستراتيژۍ د جمعې په ورځ د ولسمشر په مشرۍ په غونډه کې بحثونه وشول چې ښاغلي متېس دا بحثونه هر اړخيز او جامع وګڼل.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جون په نيمايي کې خپل دفاع وزير جيمز متېس ته بشپړ صلاحيت ورکړ چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شمېر په اړه فيصله وکړي.

دا مهال په افغانستان کې ٨٤٠٠ امريکايي پوځيان دېره دي.