د کورنیو پروازونو د الوتکو د ټکټونو بیو لوړوالي خلک اندېښمن کړي

د کورنیو پروازونو د الوتکو د ټکټونو د بیو له لوړېدو سره سم، د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د هوايي شرکتونو دغه کار، د ټاکل شوې نرخنامې خلاف او د نه منلو وړ عمل دی.

د دې ادارې ویاند قاسم رحیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په هېواد کې د ازاد بازار اقتصادي نظام جاري دی، خو بیا هم هڅه کېږي چې د هوايي شرکتونو د ټکټونو د بیو په برخه کې شته مقررات پلي شي.

دی وايي:

"د کورنیو ټکټونو د بیو لوړول، د هغې نرخنامې خلاف دی چې هوايي شرکتونو ته مو ورکړی دی، دا کار موږ ته د منلو نه‎دی، موږ دغه موضوع جدي نیسو. "

ښاغلي رحیمي وویل، له ارزونې وروسته به یا پخوانۍ نرخنامه پلي شي او یا به نوې.

د ده په خبره، له همدې له امله یې له هوايي شرکتونو غوښتي چې د نرخنامې په اړه خپلې طرحې دوی ته وسپاري چې له ارزولو وروسته به نوې طرحې عملي شي .

دی وايي، په نوې نرخنامه کې به د خلکو اقتصادي وضعیت او د شرکتونو اقتصادي سیاست دواړه په پام کې ونیول شي او د سرغړونو په صورت کې به سرغړونکي شرکتونه وپوښتل شي.

ښاغلي رحیمي د ټکټونو د بیو د لوړېدو لامل، د صافي هوايي شرکت د فعالیت درېدل، د حج په مراسمو کې د اریانا هوايي شرکت بوختېدل او د خلکو د تقاضا ډیرېدل ګڼي.

ځیني افغانان د هوايي شرکتونو د ټکټونو د بیو لوړېدو اندیښمن کړي او پر حکومت انتقاد کوي.

عبدالرووف جلالزي او میرویس ازادي راډیو ته وویل:

"۱- دولت باید په دې اړه فکر وکړي، خلک له ستونزو سره مخ دي، په لارو کې خلک د دښمن له خطرسره مخ کېږي. دولت باید د خلکو ستوزې په پام کې ولري.

۲- دوې ته باید دا وویل شي چې په کوم دلیل یې د ټکټونو بیې لوړې کړي دي. باید کنټرول شي ځکه چې د افغانستان د خلکو اقتصاد ښه نه‎دی."

ځینې توریستي شرکتونه وايي، د ټولو هوايي شرکتونو ټکټونه له پنځو نه تر لسو ډالرو لوړ شوي دي.

د کام ایرهوايي شرکت ډایرکټر منیجر عثمان صمدي

خو د کام ایرهوايي شرکت ډایرکټر منیجر عثمان صمدي د خلکو دغه اندیښنې ردوي وايي چې اوس د هوايي چلند نرخنامه پلي کېږي.

دی وايي:

"بیې نه‎دي لوړې شوي او د هوايي چلند د ادارې نرخنامه تراوسه هم پلي کېږي."

خلک په افغانستان کې ځمکنۍ لارې له خطره ډکې ګڼي او له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د هوايي شرکتونو له‎خوا د ټکټونو د بیو د لوړولو مخه ونیسي.

راپور: خان محمد سیند