مالیې وزارت:د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي همکاریو غونډه وشوه

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د افغانستان او قزاقستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو دوه اخیزه غونډه تر سره شوه.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د غونډې مشري د افغانستان له خوا د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال او د قزاقستان له خوا د هغه هیواد د پوهنې او ساینس وزیر کوله.

ښاغلي رحیمزي وویل، په دې غونډه کې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د همکاریو پر پراختیا، کرنې، اوبو لګونې، د پانګې په جلبېدو، د دواړو هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو په زیاتوالي، لوړو زده کړو، د فساد او هوایې چلند په برخو کې د تجربو په شریکولو، د غنمو او نفتي موادو د پېر په اړه بحث وشو.

دی وایي، په غونډه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پروتوکول، د هوایي چلند د خدمتونو او دغه شان په علمي او روزنیزو برخو کې هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.