د افغانستان د نجات په نوم د ائتلاف ۲مه غونډه جوزجان کې جوړېږې

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د نجات په نوم د ائتلاف دوېیمه غونډه نن یکشنبې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې جوړه شي.

د بلخ والي عطا محمد نور، د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د اجرائیه رئیس دوېیم مرستیال محمد محقق د دې ائتلاف مهم غړي دي.

ښاغلی دوستم دا مهال په ترکیه کې دی او د عطا محمد نور او محمد محقق په اړه هم تراوسه څرګنده نه‎ده چې د شبرغان په غونډه کې به ګډون ولري کنه.

خو د دې ائتلاف ځینې غړو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، د عبدالرشید دوستم زوی، باتور دوستم به د دې ائتلاف د ملاتړو په غونډه کې برخه ولري.

د اسد د میاشتې په لسمه نېټه د دې ائتلاف لومړۍ غونډه په مزارشریف ښار کې کې جوړه شوې وه چې په کې د ملي یووالي پر مشرانو تُند انتقادونه شوي وو.

هغه وخت د ارګ مطبوعاتي چارواکو د دې ائتلاف د غونډې په اړه ویلي و چې په ویناوو کې یې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره کومه غوښتنه نه‎وه موجوده.