د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د افغانستان په اړه له خپلو سلاکارانو سره پریکړې ته رسیدلی.
نوموړي چې د جمعې په ورځ په کمپ ډیوېډ کې له خپلو امنیتي سلاکارانو سره غونډه لرله، پرون پر خپل ټویټر وویل په کمپ ډیوېډ کې یې له جنرالانو او پوځي مشرانو سره مهمه ورځ تېره کړې او "د افغانستان په شمول ډېرې پریکړې شوي. "
Important day spent at Camp David with our very talented Generals and military leaders. Many decisions made, including on Afghanistan.
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) August 19, 2017
تراوسه دا نهده څرګنده چې په دې غونډه کې د افغانستان په اړه څه پریکړه شوې، خو تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز ویلي و دا خبرې په جنوبي اسیا کې د امریکا د ګټو د ساتلو لپاره د یوې نوې ستراتیژۍ په جوړولو متمرکزې وې.
بلخوا پرون شنبې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل پاکستان کې و او دغلته یې د دې هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدنه کې ټینګار کړی چې د پاکستان له خاورې څخه باید پر ګاونډیو د بریدونو لپاره استفاده ونه شي.