اریانا سعید د خپلواکۍ ۹۸مې کالیزې په ویاړ کنسرت اجرا کړ

مشهورې افغان سندرغاړې اریانا سعید د سلګونو نندارچیانو په وړاندې د افغانستان د خپلواکۍ د اته نوې یمې کالیزې په ویاړ کنسرت اجرا کړ.

ټاکل شوې وه چې دا کنسرټ په غازي لوبغالي کې د لا ډېرو نندارچیانو په وړاندې اجرا شي خو د امنیتي اندېښنو له کبله پرون یکشنبه د کابل په کانتینیټل هوټل کې ترسره شو.

د خپلواکۍ جشن د افغانستان په اکثرو ولایتونو او پلازمېنه کې په اتڼونو او غونډو ولمانځل شو.