چارواکي: غزني کې د نښتو پر مهال ۳ پولیس او ۱۰ طالبان وژل شوي

د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه يې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاتمبولي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ده‎یک ولسوالۍ د روستم په سیمه کې د سمیه ییز پولیسو پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهال ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او۶ تنه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي چې د یادو بریدنو پر مهال ۳ سیمه ییز پولیس هم وژل شوي.

ښاغلي امرخېل دغه راز وویل چې په همدې شپه وسله والو طالبانو د غزني په ګیرو ولسوالۍ هم پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهال ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او۲ تنه نور ټپیان دي او په خبره چې په یادو بریدونو کې د دوی لوري ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.