مسؤلین: د مخدره موادو ۱۷ قاچاق وړونکي عدلي قضایي مرکز ته سپارل شوي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۱۷ تنه نیول شوي قاچاق کوونکي د عدلي څېړنو لپاره له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته وسپارل شول.

له نشه يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحِد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۷ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي چې په دوی کې ۱۰ کسان يې هغه مهال ونیول شول چې نشه يي مواد یې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه قاچاق کول.

ښاغلي موحِد زیاته کړه:

"کومې پېښې چې راغلې، ډېری یې د مختلفو ولایتونو څخه دي، کوم کسان چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې نیولي، هغه خلک وو چې غوښتل یې نشه مواد په ماهرانه ډول د خپلو خېټو له لارې ډهلي ته انتقال کړي، په دې ۱۰ پېښو کې د نیول شويو تورنو کسانو دوسیې تر ډېره حده څېړل شوې دي."

د یادونې وړ ده چې په تېره یوه میاشت کې د ۳۵ پېښو په تړاو ۳۷ کسان د عدلي او قضايي څېړنې لپاره له نشه يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د څېړنې لپاره سپارل شوي او د دوسیو څېړل يې دوام لري.