کاظمي: پولیسو ۹۰ تنه د نشه يي موادو قاچاق کوونکي نیولي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو ۶ ورځو کې ۹۰ تنه د نشه يي موادو قاچاق کوونکي نیولي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د پنجشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره اوونۍ کې د هېواد په مختلفو ولایتونو او لویو لارو کې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې ۱۶۵۰ کېلو ګرامه نشه يي مواد او ۹۰ تنه قاچاق کوونکي نیولي دي.

ښاغلي کاظمي وویل:

"په دې اوونۍ کې مو ۱۶۵۰ کېلو ګرامه مختلف نشه يي مواد نیولي او په دې تړاو مو نېږدې ۹۰ تنه قاچاق کوونکي نیولي چې له ۳۰ څخه تر ۳۵ کسان یې یوازې په کابل کې نیول شوي او دا هغه کسان ول چې نشه يي مواد یې د معتادینو د راټولېدو په مرکزونو کې خرڅول."