نی: حکومت د اریانا سعید د کنسرت د مخنیوي هڅه کوي

نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره د اریانا سعید د کنسرت د لغوه کولو په برخه کې د حکومت پر هڅو نیوکه کوي.

په غازي لوبغالي کې د کابل ګارنیزون له خوا د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت، د اریانا سعید د کنسرت ممناعت د نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې کلک غبرګون راپارولی.

د دې بنسټ رئیس مجیب خلوتګر د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت په داخل کې د يو شمېر افراطي ځواکونو او نورو افراطي ډلو د فشارونو له کبله، حکومت د اریانا سعید د کنسرت د لغوه کولو په هڅه کې دی.

ښاغلی خلوتګر وايي، افغان امنیتي ځواکونه د لويو جشنونو او کسنرتونو د امنیت د ټینګښت توان لري او د امنیت په پلمه د خپلواکۍ په مناسبت د کنسرت لغوه کول، د توجیه وړ نه دي.

د نی بنسټ مشر مجیب خلوتګر

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه:

"د حکومت په داخل او له حکومت څخه بهر، د يو شمېر مذهبي او افراطي ډلو فشارونه د دې لامل شوي چې حکومت ګام په ګام دغه کنسرت لغوه کړي، لومړی يې وویل چې دوی د کنسرت امنیت نشي ټینګولای او د ورځې په پای کې به وايي چې دغه کنسرت نه تر سره کېږي، زما په اند، امنیت پلمه کیدای نشي، ځکه د امنیتي ځواکونو توانايي په مراتبو پورته ده."

د افغانستان نوموتې سندرغاړې اریانا سعید په دې ورستیو کې ویلي چې غواړي د يو شمېر نورو سندرغاړو سره په ګډه، د زمري په ۲۸ د هېواد د خپلواکۍ د ۹۸ کلیزې په مناسبت يو لوی کنسرت تر سره کړي.

اغلې سعید ژمنه کړې چې د دې کنسرت پیسې به د میرزا اولنګ د قربانیانو کورنیو ته ورکوي.

خو د دې کنسرت له وړاندې کولو مخکې، په ټولنیزو رسنیو کې د کابل ګارنیزون لخوا هغه مکتوب ښکته پورته کېده چې په کې ښودل کېږي چې امنیتي ځواکونه په غازي لوبغالي کې د دې کنسرت د تر سره کولو مانع شوي.

خو د کابل ګارنیزون سرپرست افضل امان د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکونه په غازي سټډيوم کې د دې کنسرت د امنیت د ټینګښت توان نه لري.

ښاغلی امان وايي، که دغه کنسرت په بل ځای کې تر سره شي، نو دوی به یې امنیت ونیسي.

ښاغلی امان وایي:

"دوی موږ ته لیکلي چې ۱۰ زره کسان په غازي سټډیوم کې راټولېږي، دلته د تهدید مسئله ده، نو موږ دوی ته وویل چې دلته به ستاسو د امنیت د ټینګښت مسئله له ننګونو سره مخ شي او دغه مسؤلیت موږ په غاړه نشو اخېستلای، دوی دې لاړ شي په هوټل يا کوم بل ځای کې دې کنسرت تر سره کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، دوی د داسې کنسرتونو او فرهنګي پروګرامونو ملاتړ کوي.

د دې وزارت ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل چې اغلې اریانا سعید د دې کنسرت په اړه له وزارت سره هېڅ همغږي نه ده کړې.

ښاغلی مومند وايي، که د دې کنسرت په اړه له مخکې همغږي شوې وای، نو د اطلاعاتو او کلتور وزارت به په دې برخه کې همکاري کړې وای.

راپور: واصل وصال