سویډن ۱۰۶ کلنه افغان مېرمن بي بي ازبکي بېرته افغانستان ته لېږي

ټاکل شوې ده چې سویډن د بي بي هال ازبکي په نوم یوه زړه افغان مېرمن چې په سویډن کې يې د پناه غوښتنه کړې وه، بېرته افغانستان ته ولېږي.

بي بي ازبکي چې ۱۰۶ کاله عمر لري، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې هغه مهال چې طالبانو د لنډې مودې لپاره کندز ښار ونیو، د اروپا په لور روانه شوه.

دغې مسنې افغان میرمنې سویډن ته تر رسېدو د اروپايې هېوادونو په پولو کې پلې سفرونه وکړل.

د سویډن د چارواکو له خوا د بي بي ازبکي د پناه د غوښتنې له رد کېدو وروسته، اوس هغه بېرته افغانستان ته استول کېږي.