جنوبي قومونه: د غازي ببرک خان کلا دې لرغونو ابداتو کې شامله شي

جنوبي قومونه د غازي ببرک خان ځدراڼ پوځي کلا دې په لرغونو ابداتو کې شامله شي

د غازي ببرک خان ځدراڼ پوځي کلا که څه هم شااوخوا ۱۳۵ کاله پخوا د امیر عبدالرحمن خان په امر د قومي اربکیو په واسطه، د افغانستان د جنوبي سرحدنو د ساتلو لپاره جوړه شوه، خو د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې هم افغان جنګیالیو له دې کلا پوره ګټه پورته کړه.

یاده کلا جنوبي قومونو منګلو، ځدراڼو، احمدزیو، سلیمانخېلو، خروټو، ځاځیو، صبریو، تڼیو، ګربزو او نورو لویو او وړو قومونو د حکومتي بېګارونو له لارې په درېیو کلونو کې جوړه کړه.

دغه قومونه وایي، یاده کلا چې اوس ویجاړه ده، حکومت يې ساتنې او رغونې ته هېڅ پاملرنه نده کړې.

بل لوري ته د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې د غازي ببرک خان ځدراڼ د پوځي کلا په ګډون يې د یاد ولایت د نېږدې ټولو لرغونو ځایونو د ساتنې او رغونې غوښتنې او په تاریخي ابداتو کې يې د شاملولو وړاندیزونه مرکزي حکومت ته وړاندې کړي دي.

د غازي ببرک خان ځدراڼ پوځي کلا چې د خټو له پخسو دوه متره پلنه او ۱۰ متره دنګه په درې جریبه ځمکه کې اباده شوې، په یو وخت به په کې په نوبت سره د هر قوم درې زره کسان موجود وو چې هم به يې کلا جوړوله او هم به يې د سرحد په ساتنه کې برخه اخېسته.