منیر فرهاد: د بلخ د والی زوی د اصف مهمند د غوږ څنډه نه ده پرې کړې

د بلخ د والي ویاند وايي، د عطا محمد نور زوی، د بلخ د ولایتي شورا د غړي محمد اصف مهمند د غوږ یوه څنډه نه ده پرې کړې.

احمد منیر فرهاد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"دا د باور وړ نه ده او له حقیقت څخه لرې ده، ښاغلی مهمند کېدای شي د سرتېرو له خوا د نیول کېدو پر مهال په کشمکش کې ژوبل شوی اوسي."

خو خپله د بلخ د ولایتي شورا دغه غړي له خوشې کېدو وروسته پرون د پنج شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د بلخ د والي د ساتونکو له خوا تر نیول کېدو وروسته، د ښاغلي نور یوه زوی د ده د چپ غوږ یوه څنډه پرې کړې ده.

نوموړی وايي چې خپله عطامحمد نور او ساتونکو یې وهلی ډبولی هم دی.

ښاغلي مهمند له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې ده سره د شوي زور زیاتي په اړه دې څېړنه وکړي.

ولسمشر اشرف غني، د مزارشریف په هوايي ډګر کې د نښتې او د ښاغلي مهمند له نیول کېدو وروسته، په دې اړه د څېړنو امر ورکړی دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي دي چې په دې اړه به په بې پرې توګه څېړنې وکړي.

د لویې څارنوالی ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل:

"لویه څارنوالي ډاډ ورکوي چې دا قضیه به د قانون د حکمونو په رڼا کې په پوره بې طرفۍ، په هر اړخیزه توګه وڅېړي او هر څوک چې په دې قضیه کې مسؤل وپېژندل شي، د قانون د حکمونو سره سم به یې په اړه پرېکړه وشي."

د بلخ د والي ویاند ویلي چې ښاغلی مهمند د لویې څارنوالۍ او کورنیو چارو د وزارت د رسمي مکتوب پر بنسټ، د بلخ په هوايي ډګر کې نیول شوی، خو هم لویې څارنوالۍ او هم د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د بلخ د لایتي شورا د دغه غړي د نیولو امر یې نه دی کړی.