کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې مبارکي ویلې

په کابل کې د امریکا سفارت، د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې.

افغانان سبا د شنبې په ورځ چې د اسد د میاشتې ۲۸مه نېټه ده، د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۹۸ یمه کلیزه لمانځي.

د امریکا د سفارت په خبرپاڼه کې، په کابل کې د امریکا د شارژدافیر هوګو لارینس له خولې ویل شوي چې امریکا پر افغانانو باور لري او تر څنګ به یې پاتې شي.

خبرپاڼه وړاندې وايي، سره له دې چې افغانستان له ستونزو سره مخ دی، خو د افغانستان د پرمختګونو یادول هم ډېر اهمیت لري.

ښاغلي لارینس همدارنګه زیاته کړې چې د خپلواکۍ کلیزه د افغانستان د ټولو قومونو لپاره یو ښه فرصت دی چې خپل تاریخ او بډای فرهنګ تازه وساتي.