اریانا سعید غواړي د خپلواکۍ د کلیزې په کنسرت کې سندرې ووایي

تمه کېږي چې د افغانستان مشهوره سندرغاړې اریانا سعید به سبا د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستو د ۹۸یمې کلیزې په مناسبت، په یوه کنسرت کې سندرې ووايي.

اریانا سعید پرون د پنج شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې پر ګواښونو سربېره په دې لوی کنسرت کې ګډون کوي:

اغلې سعید زیاته کړه:

"ګواښونه په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو له لارې وو او شته، له تهدید ډک پیغامونه ډېر زیات راځي، خو زه هڅه کوم چې مثبتو او لویو مسئلو ته ډېره پاملرنه وکړم."

د کابل د ولایتي شورا د غړي عطاالله فیضاني په شمول ځینو ملایانو د اریانا سعید د دغه کنسرت له جوړېدو سره مخالفت کړی دی.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم پر دې افغان سندرغاړې د ځینو کسانو له خوا د دې د جامو د بڼې او یا سندرو له کبله انتقادونه شوي دي.

نوموړې په دې وروستیو کې په پاریس کې په یو کنسرت کې په زېړرنګه لباس کې څرګنده شوه چې تر ډېره پورې په ټولنیزو رسنیو کې د دې د مینه والو او منتقدانو تر منځ د ناندرو موضوع وه.