کارپوهان: د هېواد د خپلواکۍ ارزښت دې تل تازه وساتل شي

افغان څېړونکي او تاریخ پوهان وايي، د اسد ۲۸ مه د افغانستان د ازادۍ ورځ، یوه ستره تاریخي او له ویاړه ډکه ورځ ده چې د دې هېواد د خلکو د مبارزو او سرښندونو په نتیجه کې حاصله شوې ده.

دوی ټینګار کوي چې د هېواد د ازادۍ د بېرته اخیستلو د ورځې ارزښت دې، تل تازه وساتل شي او راتلونکو نسلونو ته دې ولېږدېږي.

دا د هغو زلمیانو غږونه دي چې دکابل ښار په یوه واټ کې د افغانستان درې رنګه واړه بیرغونه په لاس ښوروی او خرڅوي یې.

"بیرغونه واخلئ، د هېواد د ازادۍ د ورځې د جشن لپاره بیرغونه واخلئ."

کابل ښاریان چې تر ډېره د موټربم چاودنو او ځان وژونکو بریدونو شاهدان دي، خو نن د هېواد د ازادۍ د جشن د لمانځلو په خاطر، بیرغونه اخلي او په خپلو موټرو یې لګوي.

نبي الله وايي:

"دلته مې بیرغونه ولیدل خوند یې راکړ، د هېواد مینه راسره ده، غواړم بیرغ واخلم او په موټریې ولګوم او نړیوالو ته وښایم چې موږ دازادۍ ورځ لرو."

په افغانستان کې له ناامنیو او جنګونو سره سره، د اسد ۲۸ مه، د دې هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ورځ، د افغانانو په زړونو کې ژوندۍ ده او درناوی یې کېږي.

له نن څخه ۹۸ کاله مخکې شاه امان الله خان د دې هېواد خپلواکي په رسمي توګه د وخت له بریتانوي حکومت څخه ترلاسه کړه او هېواد یې د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژندل شو.

غازي امان الله خان

یو شمېر افغان څېړونکي وايي، دغه ورځ د دوی د نیکونو د مبارزو او سرښندونو نتیجه ده.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې رئیس او تاریخ پوه عبدالحمید مبارز، له بریتانوي حکومت څخه د دغې ورځې د بیرته اخیستلو په اړه وايي:

عبدالحمید مبارز

"افغانستان دغه خپلواکي د یوه جنګ په نتیجه کې ترلاسه کوي‎، افغانان دغه بریالیتوب په داسې حالاتو کې ترلاسه کوې چې د انګلیس په امپراتورۍ کې لمر نه پریواته او افغانستان د یو وړوکي هېواد په توګه وتوانېد چې خپلواکي ترلاسه کړي."

ښاغلی مبارز ټنیګار کوي چې دغه ورځ د افغانانو لپاره مهمه ده او پکارده چې نوی کهول د دغې ورځې په ارزښت، د هېواد د اتلانو پر مبارزو او سرښندنو او د خاورې د تماتمیت پر اهمیت پوه شي.

د افغانستان تاریخ وايي، دغه هېواد د ۱۸۹۳ میلادي کال څخه د خپلواکۍ ترجنګه، یعنې تر ۱۹۱۹ میلادي کال پورې د بریتانیې په واک کې و.

تاریخ پوهان وايي، کله چې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې امیرحبیب الله خان ووژل شو، زوی یې امیر امان الله خان واک ترلاسه او ځان یې د افغانستان د پاچا په توګه اعلان کړ.

شاه امان الله د ۱۲۹۸ لمریز کال د اسد په ۲۸ مه د خلکو په مرسته، د بریتانوي حکومت پر وړاندې د یوه جنګ په نتیجه کې، د هېواد خپلواکي وګټله.

افغان څېړونکی او د افغانستان د علومو د اکاډمۍ غړی، حبیب الله رفیع وايي، د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ورځ، د افغانستان د تېرو واکمنانو په دوره کې هرکال د اسد په ۲۸ مه، تر یوې اوونۍ پورې لمانځله کېدله.

ښاغلي رفیع هم دغه ورځ مهمه ګڼي او تینګار کوي کومې سرښندنې چې د دغې ورځې د ترلاسه کولو په خاطر شوي، باید له یاده و نه ایستل شي:

حبیب الله رفیع

"دغه ورځ د خلقیانو په حکومت کې هم کمرنګه وه، د مجاهدینو په حکومت کې هم او د حامد کرزي په حکومت کې هم او اوس ورته هم ځانګړی رنګ نه دی ورکړل شوی، دا ورځ په لویو سرښندنو ترلاسه شوې، په هماغه درنښت یې باید یاده کړو، درناوی یې وکړو او له ازادۍ نه ګټه واخلو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېرو حکومتونو دغه ورځ په شاندارو مراسمو لمانځله، خو کله چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د مجاهدینو حکومت د ثور اتمه، یعنې د مجاهدینو د برې ورځ د یو جشن په توګه لمانځله او وسله والو مخالفینو پرې برید وکړ، له هغې وروسته د دغې ورځې لمانځل هم محدود شوي دي.

خو سږکال په ځینو ولایتونو لکه ننګرهار او هرات کې خلکو، د دغې ورځې د لمانځلو لپاره ډېره تابیا کړې ده.

په جلال اباد ښارکې د دغې ورځې د لمانځلو لپاره د تیارۍ د کمېټې غړي عبدالحکیم شیرزاد ازادي رادیو ته وویل:

"ښه تدابیر نیول شوي که تاسې لاړشئ او په ننګرهار ولایت کې د خلکو احساسات وګورئ در معلومه به شي چې، خلک په ډېره مینه او شوق دا ورځ لمانځي، دا ورځ باید داسې ولمانځو چې نړۍ پوهه شي چې افغانان په ازادۍ او خپله خاوره څومره مئین دی."

په ټولنیزو شبکوکې هم لیدل کېږي چې، خلک د خپلواکۍ ورځ، د شاه امان الله او د هېواد د بیرغونو او د هېواد د تاریخي ځایونو د تصویرونو په خپرولو سره لمانځي او خوشحالۍ کوي.

کابل ښاریان ټنیګار کوي چې د دغې ورځې په لمانځلو کې دې هیڅ بې پروايي ونه شي.

په ورته وخت کې افغان حکومت وايي، د دغې ورځې د شاندارو لمانځلو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې به په ښه شان ولمانځل شي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل:

"ټاکل شوې ده د دې ورځې د لمانځلو یو لوړرتبه دولتي ځانګړې ډله جوړه شي او همدارنګه په ولایتونو کې هم خلک علا قمند دي چې دا ورځ و لمانځي."

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، افغانستان اوس یو ځل بیا په جنګونو او د ګاونډیو په لاسوهنو کې ښکېل شوی دی.

د دغې جرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزدیار وایي، افغانان باید د خپلو ملي ورځو د لمانځلو او ساتلو لپاره لاسونه یو او هڅه وکړي چې د ترورېزم له شره خلاص او د هېواد د ودانولو په فکر کې شي.

راپور: خان محمد سیند