افغان حکومت د بهرنیو پوځیانو د محاربوي ماموریت ملاتړ نه کوي

افغان حکومت د افغانستان په اړه د امریکا د سټراټيژي تر اعلان مخکې ویلي چې په دغه هېواد کې د بهرنیو پوځیانو د محاربوي ماموریت ملاتړ نه کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان پوځیان په خپله جګړه اداره کوي:

"د افغانستان امنیتي او دفاعي قواوې د دې وړتیا یا توان لري چې جګړه په خپله مدیریت کړي. مونږ نه غواړو چې د امریکا او یا ناټو عسکر دلته جګړې ته داخل شي."

د ولسمشر مرستیال ویاند دا هیله هم وښوده چې په نوې سټراټيژي کې د افغان پوځیانو ملاتړ او د تروریستانو د پټنځایونو له منځه وړلو ته ډېر پام وشي.

تمه ده سبا د واشنګتن ډي.سي په کمپ ډیويډ کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګڼو نورو امریکايي چارواکو په ملګرتیا د افغانستان په اړه د امریکا په سټراټيژي بحث وکړي.

کمپ ډېویډ د ولسمشرانو تفریحي سیمه ده چې امنیتي تدابیر یې زیات دي او هر کله د یوې مهمې نړیوالې پرېکړې لپاره ولسمشر او نور چارواکي پکې ټولیږي.