شمال کې پوځي چارواکي: د کندز چهاردره کې عملیات شوي دي

د افغانستان په شمال کې پوځي چارواکي وايي، د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې یې پوځي عملیات کړي دي.

په شمال کې د پامیر شلمې فرقې ویاند ډګروال غلام حضرت کریمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو پوځي عملیاتو کې څلور وسله وال مخالفین وژل شوي، دوه یې ټپيان دي او ګڼ شمېر نور د افغان پوځیانو په لاس نیول شوي دي.

د کریمي په خبره یوه اندازه جنګي مهمات هم له وسله والو مخالفینو لاسته راغلي دي.

نه طالبانو او نه خپلواکو سرچینو په دې اړه کومه تبصره کړې.