پاکستان کې د مېشتو ناراجسټر افغان کډوالو د نوم ثبتونې بهیر پیل شو

د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د مېشتو ناراجسټر افغان کډوالو د نوم ثبتونې بهیر پیل شو چې دا لړۍ به څو میاشتې دوام وکړي.

دا بهیر تر هغې وروسته پیل شوی چې د پاکستان حکومت څه موده وړاندې په دې هېواد کې د ناراجسټر افغان کډوالو په اړه پالیسي اعلان کړه او د دغو کډوالو د رجسټرولو اعلان یې وکړ.

د خېبر پښتونخوا په ګډون په پاکستان کې دا مهال تر ۱۰ لکو زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې په دغه هېواد کې د روان میلادي کال تر پایه پورې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو چارواکي وايي چې پر راجسټر کډوالو سربېره په دې هېواد کې ګڼ شمېر ناراجسټر کډوال هم دېره دي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"د ناراجسټر کډوالو د ثبتولو لړۍ تېره ورځ پیل شوې چې ددغه بهیر لپاره په خېبر پښتونخوا صوبه کې ۱۱، په بلوچستان کې ۵، په پنجاب صوبه او مرکز اسلام اباد کې ۲ـ ۲ او د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې ۱ مرکز جوړ شوی دی. "

پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي

که څه هم د پاکستان او افغانستان حکومتونه او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره UNHCR په پاکستان کې د ناراجسټر افغان کډوالو د شمېر په اړه متضادې دعوې کوي، خو ښاغلی جلیلي دغه شمېر شاوخوا له ۵ـ تر ۶ لکو پورې اټکلوي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"په مجموعي ډول سره چې کوم اټکل په ټول پاکستان کې د پاکستان حکومت له خوا د غېر راجسټر کډوالو په اړه شوی دی، نو هغه دا دی چې له ۵ لکو نه تر ۶ لکو پورې غېر راجسټر مهاجر دلته اوسېږي."

د کډوالو د اتشې مشر زیاتوي، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې ناراجسټر کډوال یوازې د دې لپاره راجسټروي چې د ستنېدا پر مهال ورسره د مهاجرت نړېواله ادارهIOM مرسته وکړي او په پاکستان کې د پولیسو له خوا ونه ځورول شي.

ښاغلی جلیلي همداشان وايي، په پاکستان کې پر ناراجسټر افغان کډوالو سربېره هغه خلک هم کولای شي دا کارډ ترلاسه کړي چا چې پاکستاني شناختي کارډونه جوړ کړي وو او په‎خپله یې خوښه یې بېرته حکومت ته سپارلي او یا یې اوس وسپاري.

نوموړی همداشان په دې لړ کې هغه اوازې هم ردوي چې وايي، د ناراجسټر شوو کډوالو د راجسټرېدو پروسه به دغو کډوالو ته تر ډېره په پاکستان کې د اوسېدو لاره اواره کړي او دوی ته به د پاتې کېدو اوږد مهاله اجازه ورکړل شي.

دی وايي:

"کله چې په پاکستان کې امنیتي مشکلات راغلل او مهاجرین ځورول کېدل، نو د پاکستان حکومت دلیل دا و چې زموږ په ملک کې داسې خلک شته چې هغوی سره هېڅ قسم اسناد نشته، نو دا موږ ته د امنیتي لحاظه مسئله ده. په دې اساس باندې دا کوم سند چې ورکول کېږي، په دې بنسټ ورکول کېږي چې د دې خلکو معلومات د افغانستان حکومت سره موجود اوسي او همدارنګه د پاکستان حکومت سره هم د دې خلکو معلومات موجود دي. د ټولو مهاجرینو چې هغه راجسټر دي که ناراجسټر دي، د دوی یو سرنوشت دی، په دوی کې به دوه سرنوشته نه‎وي او هغه وخت چې راجسټر مهاجرینو ته ورکول کېږي، هغه به ناراجسټر ته هم ورکول کېږي. "

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان کال تر پایه پورې غځولې، خو په خېبر پښتونخوا کې د کډوالو د اتشې د مشر په وینا، له پاکستانه د کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ په تېزۍ روانه ده او هره ورڅ لسګونه راجسټر او ناراجسټر کډوال هېواد ته ستنېږي.

د یادنې وړ ده چې له بېرته ستنېدونکو راجسټر افغان کډوالو سره د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره UNHCR او ناراجسټر هغو سره افغان حکومت نغدي او د خوراکي توکیو مرسته کوي.

رپوټ: ذبیح مومند