سمر: د جنګي جنایتونو څېړلو لپاره دې د «هاګ» له محکمې مرسته وغوښتل شي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې هېواد کې د جزا له نړیوالې محکمې د جنګي جرمنو د څېړولو په برخه کې د مداخلې غوښتنه وکړه.

دغه کمېسیون وايي، د جنګي جرمونو د څېړنې په برخه کې د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونه لازم ظرفیت نه لري نو پکار ده چې په دې برخه کې د جنګي جرمونه نړیواله محکمه مداخله وکړي.

د بشري حقونو کمېسیون مشرې سیما سمر د چهارشنبې په ورځ د ترورېزم او وسله والو شخړو له قربانیانو څخه د ملاتړ د ملي څېړنې د پیل په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د معافیت فرهنګ د لمنځه وړلو لپاره د نړیوالې جزايي محکمې مرسته او مداخله ډېره مهمه ده.

نوموړې زیاته کړه:

"پکار ده چې موږ په افغانستان کې دننه د جنګي جنایتونو او د بشر ضد جرمنونو په څېړلو او هغوی ته د رسېدنې په برخه د جزا له نړیوالې محکمې استفاده وکړو ځکه چې د افغانستان په حقوقي، عدلي او قضايي سیسټم کې هغه لازمه توانمندي نه ده رامنځته شوې چې دا ډول جرمونو ته رسېدنه وکړای شي."

مېرمن سمر همدا راز انتقاد وکړ چې په افغانستان کې داسې هیڅ قانون نشته چې له مخې یې د جګړو قربانیانو ته رسېدنه وشي.

د اغلې سمر په خبره د ترورېزم او وسله والو شخړو له قربانیانو څخه د ملاتړ ملي تحقیق هم له دې کبله ترسره کېږي چې د جګړو قربانیانو ته په منظمه توګه د رسېدنې زمینه برابره شي.

د سرپل میرزا اولنګ کې د وژل شویو ملکیانو د جنازې لمونځ.

د جنګي جنایتونو د څېړولو په برخه کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د جزا له نړیوالې محکمې د مرستې او مداخلې غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې له کبله د ګڼو جنګي جنایتونو او د بشر ضد د کړنو راپورول ورکول کېږي.

بشري حقونه: په میرزا اولنګ کې د ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت دی

تازه د افغانستان لویې څارنوالۍ د سرپل په میرزاولنګ کلي کې د وسله والو له لورې په بېرحمانه ډول د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جنګي جنایت یو بېلګه بللې ده.

بشري حقونه: په میرزا اولنګ کې د ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت دی

افغانستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د جزا د نړیوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ.

هغه هېوادونه چې د یادې محکمې غړیتوب لري که حکومتونه یا ونه غواړي او یا هم د دې وړتیا ونه لري چې جنګي جنایتونو ته رسېدنه وکړي نو دغه محکمه به ورسره د عدالت په تامینولو کې مرسته کوي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیال وحیدالدین ارغون وايي دوی هم د جزا له نړیوالې محکمې سره په اړیکه کې دي.

ښاغلي ارغون چې د ترورېزم او وسله والو شخړو له قربانیانو څخه د ملاتړ د ملي څېړنې د پیل په غونډه کې خبرې کولې د زیاتو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې نړیواله محکمه به د اړتیا پرمهال له دوی سره مرسته وکړي.

دا چې اوس د دې زمینه څومره مساعده ده چې د جزا نړیواله محکمه دې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په څېړولو کې مرسته وکړي د حقوق پوهانو د انجمن مشر اجمل هوډمن یې په اړه وايي:

اجمل هوډمن

" افغان حکومت د دې توان نه لري چې «ای سي سي» یا د جزا نړیوالې محکمې ته دا مسئله وړاندې کړي ځکه موږ یو څه اقتصادي مجبوریتونه هم لرو او له بلې خوا په حکومت کې هیڅ دا احساس، مسؤلیت او مکلفیت نه لیدل کېږي چې دوی د داسې کار د ترسره کولو توان ولري."

ښاغلي هوډمن وویل په دې برخه کې د جزا نړیواله محکمه په حقوقي لحاظ د مداخلې حق نه لري خو مسؤلیت لري چې د عدالت د تامین لپاره په افغانستان کې جنګي جنایتونو ته د رسیدنې په برخه کې همکاري وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس