په خوست کې د خپلواکۍ د کلیزې جشن ته تیاری نیول شوی

د خوست ولایتي مسؤلین، مدني فعالان او ځوانان وايي چې سږ يې د نورو کلونو په پرتله د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ یمې کالیزې د لمانځنې لپاره ډېر تدابیر نیولي دي.

دوی وايي، د خپلواکۍ جشن د افغانانو ګډه خوشالي ده او که لمانځنه يې په ولسي کچه دود شي، نو دا د ولسونو په یووالي مثبت اغېز کوي.

د خپلواکۍ د جشن په ویاړ د موټریز کاروان ګډونوالو یادې څرګندونې نن د چارشنبې په ورځ په خوست کې د ازادي راډيو مشال څانګې ته وکړې.

د دغه کارون په موټرونو چې د افغانستان ملي بیرغونه، ملي شعارونه او د ملي اتلانو انځورونه نصب شوي وو، د ښار پر لویو لارو او سړکونو وګرځېدل او خوشالۍ يې وکړې.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې د دغه کاروان ګډونوال ټول عوام خلک وو او حکومت یې پوره امنیتي تدابیر نیولي وو.

د یادونې وړ ده چې د هېواد په ډیری ولایتونو کې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د کلیزې د لمانځنې لپاره دا ډول چمتووالی نیول شوی دی.