د درنو جرمونو د څېړنې لومړنۍ محکمې دا ځل څوک محکوم کړل؟

د عدلي او قضايي مرکز د درنو جرمونو د څېړنې لومړنۍ محکمې په خپله د سې شنبې د ورځې په علنۍ غونډه کې ځينې کسان په نقدي جريمې او بند محکوم کړل.

دغې محکمې پرون سې شنبه افغان سوداګر عبدالغفار داوي په څه باندې ٩ کاله بند او په شااوخوا ٢١ ميليونه افغانیو نقدي جريمې محکوم کړ.

محکمې دغه راز د داودي مرستيال محمد اصغر غياثي په ٩ کاله بند او نقدي جريمې محکوم کړ.

د محاکمې په غونډه کې د ټرانسپورټ پخوانى معين راز محمد علمي د وظيفوي غفلت په جرم په شپږ کاله بند او د درې زره ډالره نقدي جريمې محکوم کړ.

د دغه وزارت بل پخوانى معين عبدالرزاق ځلالي هم له خپل صلاحيت څخه د ناوړه استفادې په تور په پنځه کاله بند او نقدي جريمې محکوم شو.

ابتدائيه محکمې ويلي چې دا نهايي حکم نه دى او محکوم کسان کولاى شي د استېناف غوښتنه وکړي.