افغانستان سره بلاروس کې د ټراکټور جوړونې د یوه شرکت ژمنه

Iraq - Female truck driver works at a gas company, Diwaniya, undated

د بلا روس د ټراکټور جوړونې یوه لوی شرکت ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلې همکارۍ پراخې کړي.

دا ژمنه پرون سې شنبه د مینسک د ټراکټور جوړونې د فابریکې چارواکو، د افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکړه چې د دې فابریکې لیدنې ته ورغلی و.

ښاغلی عبدالله دا مهال په یو رسمي سفر بلا روس ته تللی دی.

د اجرائیه ریاست یوه خبرپاڼه وايي، د مینسک د ټراکټور جوړونکې د فابریکې د لیدنې پر مهال، د بلاروس د صناېع وزیر او د دې فابریکې رئیس د ښاغلي عبدالله ملتیا کوله.

په خبرپاڼه کې د افغانستان د اجرائیه رئیس له خولې ویل شوي چې د افغانستان کروندګر او د کرنې ځمکې د بلاروس له ټراکټورونو سره بلدتیا لري او افغان سوداګر د مینسک څخه د ټراکټورونو اخېستو ته لیواله دي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست خبرپاڼه د مینسک د ټراکټور جوړونې د فابریکې د چارواکو له قوله وايي چې دوی چمتو دي افغان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

ښاغلي عبدالله د دې سفر په ترڅ کې، تر بلاروس مخکې قزاقستان ته هم تللی و.