غني: پاکستان دې د ترهګرو ډلو ضد اساسي اقدامات وکړي

ولسمشر اشرف غني یو وار بیا له پاکستانه غوښتي چې د ترهګرو ډلو پر ضد دې د یو درېیم هېواد تر څارنې لاندې عملي او اساسي اقدامات وکړي.

پرون سې شنبه په ارګ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینې جنجوا سره په کتنه کې افغان ولسمشر له دې پاکستانۍ ډيپلوماټې وغوښتل چې د افغانستان امنیتې اندېښنې د پاکستان مشرتابه ته ورسوي.

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر غني، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره د افغانستان د امنیتي اندېښنو تر څنګ ډيورنډ کرښې ته څېرمه ولایتونو باندې د تر سره شویو راکټي بریدونو مسئله هم یاده کړه او له هغې یې وغوښتل چې د پاکستان نوی مشرتابه دې په دې اړه هم د افغان لوري پر اندېښنو خبر کړي.

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د دې هېواد پخوانی صدراعظم نواز شریف بې واکه شو او د نوي صدراعظم په مشرۍ نوی حکومت جوړ شو، تهمینه جنجوا لومړنۍ لوړ پوړې پاکستانۍ چارواکې ده چې کابل ته سفر کوي او هلته له لوړ رتبه افغان چارواکو سره ګوري.