ولسمشر غني د بلخ د ولایتي شورا د غړي اصف مهمند د قضیې څېړلو امر کړی

ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د ولایتي شورا د غړي اصف مهمند د نیولو د قضیې د څېړنو هر اړخیز حکم صادر کړ.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي څو شېبې وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشر د دې حکم په اساس، د لوی څارنوالۍ یو مرستیال، د ولسي جرګې غړي، دکورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت عمومي ریاست او د محلي ارګانونو اداره توضیف شوې چې د بلخ د ولایتي شورا د غړي اصف مهمند د نیولو قضیه په هر اړخیز ډول وڅېړي.

هغه د هغه ادعا په غبرګون چې ویل ویل کیږي اصف مهمند د لوی څارنوالۍ په حکم نیول شوی وویل چې د ښاغلي مهمند د نیولو په هدف هیڅ ډول امر نه دی شوی.

د بلخ د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې محمد اصف مهمند تېره شپه له کابل څخه بلخ ولایت ته په رسېدو سره په بلخ هوايي ډګر کې د عطا محمد نور د کسانو لخوا نیول شوی دی.

د اصف مهمند کورنۍ ادعا کړې چې نوموړی په هوايي ډګر کې تر نیول کېد وورسته د بلخ والي او د هغه د زامنو لخوا وهل ټکول شوی دی.

خو د بلخ والي ویاند منیر فرهاد د اصف مهمند د کورنۍ د غړو دا ادعا په کلکه رد کړې ده.