د اصف مهمند کورنۍ وايي، مهمند د بلخ والي او زامنو یې وهلی

د بلخ د ولایتي شورا استازی محمد اصف مهمند تېره شپه ناوخته د مزارشریف په هوايي ډګر کې ونیول شو.

د بلخ امنیې قوماندان سید کمال سادات رسنیو ته وویل چې ښاغلی مهمند د بلخ د والي عطا محمد نور د وسله والو له خوا نیول شوی دی.

د اصف مهمند د نیونې پر مهال د هغه د ساتونکو او کومو کسانو چې د هغه د نیولو هڅه کوله، وسله واله نښته هم تر سره شوې ده.

د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات

د بلخ د امنیې قوماندان په خبره چې په دې نښته کې د مهمند دوه ساتونکي وژل شوي دي.

د امنیې قومندانۍ د دفتر د معلوماتو پر اساس، دې پېښه کې ۱۶ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د بلخ د والي ویاند ښاغلی منیر فرهاد وايي چې اصف مهمند د ملي امینت د څارنوالۍ او له فساد سره د مبارزې د لویې ادارې د جلب پر اساس نیول شوی دی.

د بلخ امنیه قوماندان تر دې د مخه ادعا کړې وه چې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست له خوا ورته هدایت شوی و چې آصف مهمند له هوايي ډګره بېرته کابل ته ستون کړي، خو د بلخ د والي مربوطه وسله والو هغه له ځان سره بوت.

د اصف مهمند د کورنۍ غړو او د هغه ورور نن سې شنبه رسنیو ته په خبرو کې ادعا وکړه چې ورور یې د بلخ د والي د کسانو له خوا نیول شوی، د هغه کور ته انتقال او شخصاً د ښاغلي نور او د هغه د زامنو له خوا وهل ټکول شوی دی.

مصطفی مهمند د اصف مهمند ورور

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد دا مسئله په کلکه ردوي.

د اصف مهمند کورنۍ له حکومت څخه غواړي چې د بلخوالي له دندې بر طرفه او دولتي موقف څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور محاکمه شي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې د څرګنوالي او په اړه یې د تحقیق لپاره سیمه ته هیئت استولی دی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی