محقق: د افغانستان په اندازه پاکستان هم له ټرورېزم څخه متاثر شوى

د افغانستان د اجرائيه رياست دويم مرستيال وايي، د ټرورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو په نسبت د سيمې د هېوادونو همکاري او هڅې ډېرې اغېزناکې دي.

محمد محقق وويل، په وروستيو کلونو کې د افغانستان په اندازه پاکستان هم له ټرورېزم څخه متاثر شوى دى.

دی وايي:

"موږ که څه هم د ټرورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره د نړۍ د همکاري مننه کوو. د ټرورېزم د ځپلو او د يوې سالمې فضا د ايجاد لپاره منطقوي حل او د سيمې د هېوادونو هڅې اساسي حل لار ګڼو. که افغانستان او پاکستان د ټرورېزم په وړاندې لاسونه سره ورکړي او زموږ لوېديځ، شمالي او شرقي ګاونډيان راسره مرسته وکړي، ټرورېزم به چې له اسمانه نه راکښته کېږي- بالاخره له منځه ځي. پاکستان هم زموږ په اندازه له ټرورېزمه اغېزمن شوى دى. "

د افغانستان د اجرائيه رياست دويم مرستيال

د اګست څوارلسمه هر کال په پاکستان کې د دغه هېواد د تشکيل د کليزې په توګه لمانځل کېږي.

پرونۍ غونډې ته چې په کابل کې د پاکستان په سفارت کې جوړه شوې وه، محمد محقق وويل، د معاصر تاريخ تر ټولو بدې پديدې يعنې نړيوال ټرورېزم د کابل او اسلام اباد ترمنځ بېباوري ايجاد کړې ده.

دغې غونډې ته د نورو مقاماتو ترڅنګ د خېبر پښتونخوا ايالت ګورنر اقبال ظفر جګړا هم خبرې وکړې.

هغه د روانو لانجو په وړاندې د دواړو هېوادونو پر اتحاد ټينګار وکړ:

"چې موږ دواړه خپلو کې لاس ورکړو، داسې قوت نه شته چې تاسو ته په اوچتو سترګو وګوري او تاسو ته سخته خبره وکړي. خو په دې وخت کې د دې جذبي فقدان دى چې يو او بل له زړه وپېژنو او دا ووايو چې ګټه او زيان مو يو دى، که له يو بل سره ودرېږي سود او زيان به مو هم په امان کې وي او د دنيا يو قوت هم په غلط نظر نه شي راکتلاى. "

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له کلونو راهيسې افغان حکومت د پاکستان حکومت د هغو سخت دريځو وسله والو په ملاتړ تورن کړى چې په افغانستان کې خونړي بريدونه کوي، خو اسلام اباد وخت ناوخت دغه تورونه رد کړي دي.

د دواړو ګاونډيو هېوادونو اړيکې د ګڼو مسايلو له کبله په وروستيو مياشتو کې له لوړو ژورو سره مخامخ شوي دي.