ننګرهار کې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د ۹۸ یمې کلیزې په ویاړ چمتوالی

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار چېرته چې د ازادۍ اتل او ملي قاید غازي امان الله دفن دی.

که څه هم په وروستیو کې له دې ښاره د هدفي وژنو د ډېرېدو راپورونه ورکول کېږي خو دغلته یوه ډله ځونان د زمري اته ویشتمه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۸ یمې کلیزې د جشن د ښه لمانځلو په هدف د ښار په واټونو کې د غازي امان الله خان تصویرونه او ملي بیرغونه لګوي.

د ځوانانو دې ډلې ځانونو ته وطن پاله ځوانانو نوم غوره کړی دی.

دوی وايي، د خپلواکۍ جشن لمانځل باید په یو قوم او سیمې پورې ځانګړی نه شي او په کار ده چې ټول ولسونه په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

د دې ځوانانو له ډلې عرفان بیدار وویل چې په رضاکارانه ډول د ملي بیرغونو او د امان الله خان د عسکونو د لګولو کمپاین پرمخ وړي او هڅه کوي چې په ولسي خلکو کې ملي روحیه او وطنپالنه پیدا کړي.

شاه امان الله خان د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹سره برابره ده، د افغانانو په پراخ ملاتړ او همکاري له برېتانیا سره له سختې جګړې وروسته د افغانستان ازادي اعلان کړه.

دا ورځ د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو په مناسبت هرکال د افغانانو له خوا لمانځل کېږي.

د تصویرونو دا البم د ازادي راډيو خبریال اکرام الله اکرام برابر کړی دی.

ننګرهار کې د افغانستان د خپلواکۍ لمانځلو لپاره چمتووالی نیول شوی