اطلاعاتو ته د لاسرسي ملي ستراتیژي اعلان شوه

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون له توشیح راهیسې بیا تر اوسه د قانون تطبیق د تمو مطابق نه‎وو.

ښاغلي عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې اطلاعاتو ته د لاس‎رسي د ملي ستراتیژۍ پرانېستې غونډې ته خبرې کولې وویل، دا کار تر ډېره د ځينو ادارو د مطبوعاتي دفترونو له‎خوا چې وړتیاوې یې لوړېدو ته اړتیا لري سخت شوی دی.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړی وايي:

"دا قانون توشیح شو خو تر اوسه وینو چې ستونزې شته. موږ د ملي وحدت حکومت له‎خوا د څارنې کمېسیون ته ډاډ ورکوو چې په دې برخه کې به ستونزې په ګډه حلوو، په مالي او نورو برخو کې ستونزې وې او کارونه د هیلو مطابق مخ ته نه‎دي تللي."

خو ښاغلي عبدالله ټينګار وکړ چې دولتي ارګانونه مکلف دي چې اطلاعات ډله بندي او تر خلکو یې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسیون د یکشنبې په ورځ د یاد قانون د تطبیق لپاره خپله ملي ستراتیژي اعلان کړه.

د دغې ستراتیژی له مخې مسؤلین حساب ورکوونکي او عام خلک حق دا حق لري چې اطلاعات تر لاسه کړي او کمېسیون، مدني ټولنې او رسنۍ یې باید تر منځ د پله رول ولوبوي.

حق غوښتنه، پوهاوی، د لوړتیاوو لوړول او غوښتنو ته ځواب ورکول د دغې ستراتیژي نورې برخې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په ۱۳۹۳ لمریز کال کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشیح او د نافذېدو حکم یې ورکړی و.

دا قانون په شپږو فصلونو او ۳۲ مادو کې راغونډ شوی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسیون یې اوس پر ځينو مواردو د تعدیل ټينګار کوي.

د دغه کمېسیون مشر اکرام افضلي د نوې ستراتیژي د معرفۍ غونډې ته وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د تطبیق لپاره په ټوله کې یو بدلون ته اړتیا ده.

اکرام افضلي

دی وايي:

"په ټولو برخو کې د پرمختګ لپاره د دولتي او عامو بنسټونو مشران باید خپل مسیر بدل کړي، هغه داسې چې بشري مالي او نورو برخو ته اجازه ورکړي چې د اطلاعاتو قانون ته عملي بڼه ورکړي او په دغه شان د پوهاوی لوړول یوه اړتیا ده چې موږ به د کمېسیون له لارې دا کار وکړو. "

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیا په دې باور دی چې د قانون له توشیح سره سم افغان حکومت اطلاعاتو ته پر وخت د لاسرسي په برخه لېوالتیا ښودلی او ورته ژمن دی خو د دوی په وینا یو شمېر ستونزې د دغه قانون د طبیق پر وړاندې خنډ جوړوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري مرستیالې، سیده مژګان مصطفوي دې غونډې ته وویل، په اکثرو ادارو کې د اطلاعاتو د رسونې مرکزونه نه دې جوړې شوي، د دولتي ادارو ویب‎پاڼې سمې نه‎دي فعاله او هغه چې مرکزونه چې یادې څانګې لري هم سم فعالیت نه‎کوي.

خو اغلې مصطفوي هیله وښوده چې د نوي ستراتیژي په تطبیق سره چې حکومت یې ملاتړی دی تر ډېره دا ستونزې هوارې شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ