د فاریاب غورماچ ولسوالۍ سقوط کړی او وسله والو طالبانو نيولې

د فاریاب غورماچ ولسوالۍ نن سهار سقوط کړی او وسله والو طالبانو نيولې ده.

د غورماچ ولسوال عبدالله وفاق نن ازادي راډیو ته وویل چې ولسوالۍ سهار د لس بجو په شاوخوا کې وسله والو طالبانو نيولې ده.

غورماچ تېرکال هم یو وار وسله والو طالبانو نیولې وه.

عبدالله وفاق ویلي چې پر غورماچ ولسوالۍ له تېرو لس ورځو جنګ روان وو.