هرات کې د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت نندارتون جوړ شوی

په هرات ولایت کې د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت درې ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

د ننګرهار ولایت د ځوانانو چارو امر تواب مبارز پرون ازادي راډيو ته وویل چې له شلو په زیاتو غرفو کې مختلف اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

"په مجموع کې د دغه نندارتون هدف په هرات ولایت کې د بېلابېلو برخو د لاسته راوړنو او فعالیتونو منعکس کول دي."

دا نندارتون د مولانا جلال الدین محمد بلخي په تالار کې پرانېستل شوی دی. ملګرو ملتونو سازمان د اګست دولسمه د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نوم یاده کړې ده.