د افغانستان خپلواکۍ لمانځلو لپاره ننګرهار کې چمتووالی نیول شوی

د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو اته نویمې کلېزې د لمانځلو لپاره په ننګرهار ولایت کې خاص چمتووالی نیول شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل، د شاه امان الله خان تصویرونه او ملي بیرغونه په ټولو ولسوالیو او مرکزي سیمو کې لګول کېږي او د بېلابېلو جشنونو تابیا نیول شوې ده.

"په ننګرهار ولایت کې د خپلواکۍ د اته نویمې کلیزې د لمانځلو لپاره خاص چمتووالی نیول شوی دی. مخکې له دې چې د اسد اته ویشتمه نېټه راورسېږي موږ په ټولو کلیوالي او ښاري سیمو کې ملي بیرغونه او د امان الله خان تصویرونه ځړوو او یو شمېر نور جشنونه هم ترسره کوو."

شاه امان الله خان د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ سره برابره ده د افغانانو په پراخ ملاتړ او همکاري له برېتانیا سره له سختې جګړې وروسته د افغانستان ازادي اعلان کړه.

دا ورځ د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو په مناسبت هرکال د افغانانو له خوا لمانځل کېږي.