نواز شریف وايي، دی به د پاکستان برخلیک بدل کړي

د پاکستان له واکه لېرې کړای شوی صدراعظم نواز شریف وايي، دی به د دې هېواد برخلیک بدل کړي.

نواز شریف پرون له اسلام اباد څخه له خپلو زرګونو ملاتړو سره خپل پلرني ښار لاهور ته په رسېدو دا خبره وکړه.

شریف یو ځل بیا د پاکستان پر ستره محکمه انتقاد وکړ چې د هغه په خبره د ولس رأیو ته يې درناوی نه دی کړی.

د ډیموکراسۍ کاروان تر لاندې لاریون کوونکو ته نواز شریف وویل، دی به په کور کښینني او د پاکستان په اساسي قانون کې به بدلون راولي.

نوزا شریف د اګست په نهمه نېټه له اسلام اباده د لاهور په لور حرکت کړی و او د لارې په اوږدو کې يې د خپلو پلویانو غونډو ته ویناوې وکړې.

د پاکستان سترې محکمې شریف تېر جولای میاشت په ۲۸ مه نېټه د پاناما په نامه مالي اسنادو د افشا او په بهر کې د جایدادونو او پانګو د پټولو په قضیو کې پړ وباله او له واک څخه يې د نوموړي د لېرې کېدو امر وکړ.