محمد حنیف اتمر له خپل امریکايي سیال سره پر یو لړ مسائلو خبرې کړي

د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار اچ ار مک مسټر له افغان لوري سره د افغانستان په حکومت کې له ادارۍ فساد سره پر مبارزه، ښې حکومت دارۍ، د چارو په ښه مدیریت او په ملکي او پوځي ادارو کې اصلاحاتو پر اړتیا خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت له شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي مک مسټر د خپل هېواد د ملکي او پوځي ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د سنا جمهوري غوښتونکي غړي، جان مککېن د پنجشنبې په ورځ، له خپله لوري د بري ستراتيژي اعلان کړه.

مککېن وړاندیز وکړ چې امریکا باید دافغانستان له حکومت سره د خپلې اقتصادي او پوځي مرستې پروګرامونه په هغه هېواد کې له اداري اصلاحاتو، له اداري فساد پر ضد پر مبارزه، د قانون پر حاکمیت او مالي شفافیت په ارتباط له پرمختګ سره وتړي.