غني: تر څو چې ځوانان، ښځې او بېوزلي ثبات ته ونه رسېږي، ثبات نه راځي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر څو چې ځوانان، ښځې او بېوزلي ثبات او هوساینې ته ونه رسېږي افغانستان ثبات ته نه رسېږي.

ولسمشر غني د ځوانانو رول مهم وباله او ویې ویل چې دوی«ځوانان» کولای شي تروریستي ډلې او فساد له منځه یوسي او د کومې ډلې یا کسانو له خوا باید استعمال نشي.

محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اړګ کې جوړې شوې غونډه کې ټينګار وکړ چې د ملي وحدت حکومت ځوانانو ته په لوړو څوکیو کې د پام وړ ونډه ورکړې ده.

ښاغلي غني، په خپلو خبرو کې وویل تر کومه چې ځوانان، ښځې او بېوزلي هوساینې او ثبات ونه رسېږي افغانستان به له ستونزو تېرېږي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د دې خاورې ډېری اوسېدونکي له درېیو قشرونو څخه جوړ دي، ځوانان، ښځې او بېوزله خلک، تر کومه چې دا دری قشرونه هوساینې ته ونه رسېږي، په افغانستان کې ثبات نه راځي او خپل ځان ته چل مه ورکوی، نو موږ او تاسې باید په دې برخه کې همکاره وه اوسو."

ښاغلي غني په خپلو څرګندونو کې وویل په ادارو کې ځوان فکر ته اړتیا ده خو له بده مرغه د ځينو ځوانانو ګمارنه بیا د فساد لامل شوې ده.

ده له دې امله چې دا موارد لا تر عدلي څار لاندې دي د چا نوم وانخیست.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د مسؤلینو د معلوماتو له مخې افغانستان د ځوانانو د نفوس د ډېروالي له اړخه د نړۍ دوهم هېواد دی.

خو د افغان ځوانانو پر وړاندې بیا د بېکارۍ، بې سوادۍ، ناامنیو، مخدره موادو، وسله والو نښتو او کورنیو تاوتریخوالو په څير ستر خنډونه هم تل د انتقاد په ډول یاد شوي دي.

افغان حکومت وايي هڅه کوي د بېکارۍ کچه راټیټه کړي.

افغان حکومت د ځوانانو ستونزې اورېدو او دوی ته د درناوي په خاطر هرکال د اګست د میاشتې دوولسمه نېټه چې د ځوانانو نړیواله ورځ ده لمانځي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹میلادي کال کې د اګست ۱۲مه د ځوانانو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په ارګ کې جوړې شوي دې غونډې ته وویل، ځوانان په هر هېواد کې اصلي پرېکړه کوونکي دي.

ده په خبره هغه کسان چې په تېرو انتخاباتو کې خپل قانوني سن ته نه و رسېدلي، په راتلونکو انتخاباتو کې به درایې ورکونې فرصت تر لاسه کړي.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو چاور معین سید کمال سادات دې غونډې ته وویل، د ځوانانو د پارلمان جوړول، د ځوانو رضاکارانو فدراسیونونه، د متخصصو ځوانانو شورا، د ځوانانو ملي شبکه، او د ځوانانو خلاقیت هغه موارد دي چې په دغه هېواد کې د ځوانانو پرمختګ ښيي.

سید کمال سادات

نوموړي زیاته کړه:

"له تاسې ځوانانو او خویندو څخه مو غوښتنه دا ده چې که ستاسې په سیمو کې مبتکره او لایقه ځوانان وي موږ ته یې را وپېژنئ چې موږ یې لا مرسته او همکاري وکړو."

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون هم د ځوانانو د ورځې په مناسبت د سولې په ترویج او ټینګښت کې دغې غونډې ته په وینا کې د سولې په برخه کې د ځوانانو پر رول ټينګار وکړ.

د ځوانانو استازو بیا په دې غونډه کې له حکومته وغوښتل چې په حکومت، د سولې په پروسه او نورو برخو کې، د پام وړ برخه ورکړې او په دې توګه د فعالیت زمینه ورته پراخه کړي.

راپور: یوسف خان ځدران