د نواز شریف مېرمن د صدارت لپاره سیالۍ ته درېږي

د پاکستان د لېرې کړای شوي صدراعظم نوازشریف مېرمن، بیګم کلثوم نواز به د دغه هېواد د صدرات لپاره سیالۍ ته ودرېږي.

د مسلم لیګ نواز چارواکو وویل چې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د بیګم کلثوم نواز پاڼې پرون په لاهور کې وسپارل شوې.

دا انتخابات به په راتلونکو پنځه څلویښت ورځو کې ترسره شي.

د پاکستان سترې محکمې تېره میاشت له نواز شریف څخه صلاحیت وروسته تر دې واخیست چې ویې ویل، ښاغلي شریف د خپلو شتمنیو په اړه سم معلومات نه و ورکړي.

خو نواز شریف د سترې محکمې دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا د هغو میلیونونو پاکستانیانو راییو ته سپکاوی دی چې په انتخاباتو کې یې رایي ورکړي او دی یې بریالی کړی وو.