بشري حقونه: پر میزا اولنګ تنظیم شوې حمله شوې ده

په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون وايي، د سرپل په میرزا اولنګ کلي کې، پر ملکي خلکو قصدي او تنظیم شوې حمله شوې ده.

دې ادارې ویلي چې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کلي کې د اګست په پنځمه نېټه بشري ضد جنایت شوی دی.

د کمېسیون اجرائیوي رئیس محمد موسی محمودی پرون ازادي راډیو ته وویل چې د دوی یو پلاوی سیمي ته تللی و او د میرزا اولنګ له خلکو سره د خبرو پر اساس يې دا معلومات راغونډ کړي دي.

محمد موسی محمودي وویل:

"څېړنه څرګندوي چې دا کار طالبانو او د داعش وسله والو کړی او د حملې مشري دوو سیمه ییزو قوماندانانو ملانادر او غضنفر کړې ده."

خو وسله والو طالبانو په دې پېښه کې د لاس درلودلو خبر رد کړی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وایي چې له ۵۰تر ۶۰ملکی وګړي وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي خو تراوسه د ۴۳تنو هویت څرګند شوی دی.

په دې حمله کې اته تنه زخمیان شوي دي.