ټاکل شوې ولسمشر غني نن شنبه له یو شمېر ځوانانو سره وګوري

د افغانستان ولسمشر به نن شنبه د ځوانانو د نړیوالې ورځ په مناسبت، په ارګ کې له یوشمېر ځوانانو سره وګوري.

ملګری ملتونه د اګست میاشتې په دولسمه نېټه، هر کال د ځوانانو نړیواله ورځ لمانځي.

ملګري ملتونه سږکال دا ورځ د "ځوانان سوله ټینګوي " په نوم لمانځي.

ملګري ملتونه غواړي چې په دې ورځ په ټوله نړۍ کې د جګړو او بحرانونو په مخنیوی، د ټولنیز عدالت په تامین، اقتصادي پرمختګ او د دوامدارې سولې په ټینګښت کې د ځوانانو پر رول بحثونه وشي.

دا سازمان نړیواله ټولنه هڅوي چې د سولې او امنیت په ټینګښت کې ځوانانو ته دفعالیت زمینه برابره کړي.

د جمهوري ریاست د ارګ خبرپاڼه وايي چې ولسمشر غني به نن له ځوانانو سره په غونډه کې وینا وکړي.