اماني: په میرزا اولنګ کې ۷ وسله وال مخالفین وژل شوي

په سرپل کې چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ د کلي د بېرته نیولو لپاره عملیات په سستۍ پرمخ ځي ځکه سیمه غرنۍ ده او هوارې لارې کمې دي.

د سرپل د والي ویاند، ذبیح الله اماني بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د دې کلي د بېرته نیولو لپاره هوايي او ځمکني عملیات د پنجشنبې په شپه پېل شوي او روان دي خو ډېر پرمختګ نه دی شوی.

ذبیح الله اماني وویل:

"دښمن په لوړو سمیو کې ځاي پرځای شوی او مقاومت کوي نو موږ زیات پرمختګ نه دی کړی، یوازې دوې پوستې نیول شوې دي، د هوايي قواوو په حمله کې اوه تنه وسله وال وژل شوي دي."

د سرپل ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمې د بېرته نیولو لپاره عملیات په شمال زون کې د ۲۰۹شاهین قول اردو قوماندان رهبري کوي.

سیمې ته اضافي پياده عسکر هم ور استول شوي دي.

د میرزا اولنګ کلي تېره اوونۍ سقوط وکړ.