ارزګان موټر چلوونکي: دولت او طالبانو راباندې لارې بندې کړي

د ارزګان ـ کندهار د لوی لارې یو شمېر موټر چلوونکو د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یوه لار يې وسله والو طالبانو پر مخ تړلې او بله لار یې افغان امنیتي ځواکونو پرمخ تړلې چې په خبره یې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی له دولت او وسله والو طالبانو څخه غوښتنه کوي چې پر دغه لاره دي تګ
اوراتګ ته اجازه ورکړي.

له دې سره دغلته یو شمېر سوداګر وايي چې پر دغه لار یې پرتو ستونزو
مالونه زیان من کړي او تاوان يې ورته اړولی دی.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي اداره بیا د موټر چلوونکو او سوداګرو دغه خبرې
نه مني او ويي دغه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه ده او کوم امنیتي سوتزه پرې نشته.
وسله والو طالبانو تراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه د شریف الله شرافت راپور واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شریف الله شرافت راپور