ټرمپ وايي ډېر ژر به د افغانستان په اړه پرېکړه وکړه وشي

د متحده ایالاتو ولسمشر وايي، ډېر ژر به په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په اړه پرېکړه وکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون په نیوجرسي کې خبریالانو ته وویل دی په دې باب پریکړې ته ډېر نېږدې شوی دی.

سپینه ماڼۍ له څو میاشتو راهیسې د افغانستان په اړه پر خپله ستراتیژۍ چې د زرګونو اضافي سرتېرو استول هم په کې شامل دي، سلامشورې کوي.

بل لورته د امریکا د سنا جمهوري غوښتونکي غړي، جان مک کېن پرون له خپله لوري په افغانستان کې د جګړې نوې تګلاره اعلان کړه.

مک کېن وړاندیز کړی چې افغانستان ته دې د ترورېزم پرضد د مبارزې لپاره زیات ځواکونه واستول شي او هغوي ته دې پر وسله والو طالبانو، داعش او نورو ترویستي ډلو د بریدونو زیاته ازادي ورکړ شي.