هند او نړیوال بانک د کابل شاتوت بند جوړولو کې پانګونه کوي

هند او نړیوال بانک لېوالتیا ښودلې ده چې د کابل د شاتوت بند په جوړولو کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وايي، د شاتوت د بند ابتدايي سروې تېر کال تر سره شوې ده او اوس دوی له هند او نړیوال بانک سره د پانګونې پر موضوع خبرې کوي.

د نوموړي په وینا د شاتوت بند په جوړېدو سره به د کابل د نېږدې دوه میلیونه اوسېدونکو د پاکو اوبو د کموالي ستونزه حل کړي.

هند او نړیوال بانک په داسې وخت کې د کابل د شاتوت د اوبو بند پر جوړولو د پانګونې لپاره چمتوالی ښودلی دی چې افغانستان د انرژۍ په برخه کې د مهمو پروژو د عملي کولو لپاره بهرنۍ پانګونې ته اړتیا لري.