لويه څارنوالي: مېرزا اولنګ کې د قتل عام په اړه پلټنې پيل شوي

د افغانستان لويه څارنوالي وايي، د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په مېرزا اولنګ سیمه کې د خلکو د قتل عام په اړه پلټنې پيل شوي دي.

لوی څارنوال فرید حميدي نن په امنیتي او دفاعي ادارو کې د اداري فساد سره د مبارزې په اړه غونډې ته وويل چې په دې سیمه کې به بې پلوه، خپلواکې او غير سياسي پلټنې وشي.

دی وايي:

"زه او همکاران مې د پراخو، دقيقو او جدي پلټنو اعلان کوو. لومړي راپورونه او معلومات ښيي چې په دې پېښه کې د بشريت پرضد د جرايمو عناصر شته او دا پېښه نړۍ پر کچه له جدي جرایمو څخه ده چې د نړيوالې محکمې سره هم تړاو لري."

ښاغلي حميدي وويل، په میرزا اولنګ کلي کې د قتل عام په تحقيقاتو کې د افغانستان د لويې څارنوالي تر څنګ نړيوالې عدلي او قضايي ادارې هم بايد تحقيقات وکړي او عاملان يې مجازات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د دولت وسله والو مخالفینو پر مرزا اولنګ کلي حملې پيل کړې او دې سيمې ته تر ننوتلو وروسته يې ۵۲ ملکي کسان ووژل او شا او خوا ۵۰۰ کورنۍ يې بې ځايه کړي.