د سرپل مېرزا اولنګ د نيولو په هدف د توپچي عملیات پيل شول

د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ- مېرزا اولنګ سیمې د بېرته نيولو په هدف افغان ځواکونو هوايي د توپچي عملیات پيل کړل.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند نصرالله جمشيدي ازادي راډيو ته وويل، دا عملیات تېره شپه پيل شول. په دغو عملیاتو کې د وسله‎والو مخالفینو پر پټن‎ځايونو بمبارۍ وشوې.

د ده په وينا، په مېرزا اولنګ کې د افغان ځواکونو د توپچي عمليات هم ښه پر مخ روان دي.

ښاغلي جمشيدي وويل:

"هوايي او توپچي عملیات تېره شپه پيل شول او زموږ قطعات په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي او تصفيوي عملیات به ډېر ژر پيل شي. "

داعش او طالب جنګيالیو د تېرې شنبې په ورځ د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ پر مېرزا اولنګ سيمه حمله وکړه او د راپورونو له مخې شا او خوا پنځوس ځايي اوسېدونکي يې ووژل.

په دې حال کې سلګونه کورنۍ چې په دې سيمه کې اوسيدلې، د سخت دريځو له خوا برمته نیول شوي چې د ازادي راډیو د خبريال په وينا، د قومي مشرانو په واسطه ۳۸۰ کورنۍ تېره ورځ راخوشې شوي او لسګونو نورې کورنۍ اوس هم د وسله‎والو سخت دريځو په جګړه کې بندې پاتې دي.